۱ میلیون ۴۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ ۴۰ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د تلې ۲۶مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۴۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د سرپناه جوړولو په موخه ۱ میلیون ۴۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۱۷ زره نه تر ۳۰ زره نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
