۲۱۳ زیانمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

کونړ- د غویي ۲۰مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۱۳ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې له یادې جملې ۱۱۰ کورنیو ته ۱ باب خیمه او پاتې نورو کورنیو ته ۹۳۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.