۲۲ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې روغتیایي کېټونه ووېشل شول

ننګرهار- د غبرګولي ۱۵مه-۱۴۰۲
د رآآ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کوزکونړ او دره نور ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ۲۲ کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کېټونه ووېشل.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۸ قلمه توکي درلودونکی یو روغتیایي کېټ ووېشل شو.
