۲۹۰ راستنېدونکو کډوالو او بېوزله کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

ننګرهار- د مرغومي ۲مه-۱۴۰۲
د هلوټرسټ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۲۹۰ راستنېدونکو کډوالو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱ بوشکه غوړي، ۷ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چاۍ، ۷ کیلو لوبیا، ۲۴.۵ کیلو وریجې، ۲ قطعي روب، ۱ تخته کمپله او ۱ تخته ترپال ووېشل شول.
