۳۰ زیانمنو کورنیو سره په نورستان ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

نورستان- د کب ۳مه-۱۴۰۲
د المواسات خیریه موسسې د نورستان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت نورګرام ولسوالۍ اړوند ۳۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښې له امله زیانمنې شوي وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته خوراکي توکي، کمپلې او خیمې ووېشل شوې.