۳۰ زیانمن شویو کورنیو په بدخشان ولایت کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې
بدخشان- د وږي ۱۳مه-۱۴۰۱
د Mission east دفتر او بدخشان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په تشکان ولسوالۍ کې ۳۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته وریجې، خیمې او یو شمېر نور د اړتیا وړ وسایل ووېشل.
