۳ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۳۰۰ افغانۍ ۳۱۷ اړمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د چنګاښ ۱۲-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د Save the children موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۳۱۷ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۳ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۳۰۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۵۹۰۰ نه تر ۱۲۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
