۴۱۵ سېلاب ځپلو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د وږي ۱۳مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۴۱۵ کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله یې د کرنیزو ځمکو حاصلات لمنځته تللي وو، له سروې وروسته د سکتوري ادارو ګډ پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو غنم او د لاس مینځلو صابن ووېشل.
