۴۴۶ مستحقو او اړمنو کورنیو په بغلان ولایت کې نغدي او خوراکي مرستې ترلاسه کړې

بغلان- د سلواغه ۵مه-۱۴۰۲
د AKAH موسسې د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۴۶ مستحقو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې ۲۲۳ کورنیو ته ۱۱۸۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته او پاتې نورو کورنیو ته ۴ بورۍ اوړه، ۱۶ لیټره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا او ۱ پاکټ مالګه هرې کورنۍ ته ووېشل شوه.
