۴۷۵ زیانمنو کورنیو سره نغدي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

لغمان- د لېندۍ ۲۷مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد مرکز مهترلام ښار اړوند ۴۷۵ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمن شوي و، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۳۸۰۰ افغانۍ او ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې.