۴ میلیونه ۵۸ زره او ۲۴۰ افغانۍ په ۳۲۰ بېوزله کورنیو باندې په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د وري ۱۱مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د RRAA موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت کوټ او بټي کوټ ولسوالیو اړوند په ۳۲۰ کورنیو باندې له سروې وروسته ۴ میلیونه ۵۸ زره او ۲۴۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱۲۶۸۲ افغانۍ ترلاسه کړې.