۵۰ زیانمنو کورنیو سره په کندهار ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې

کندهار- د لېندۍ ۲۱مه-۱۴۰۲
د IRW موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت ارغستان ولسوالۍ اړوند ۵۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې کورونه په نیمه ډول زیانمن شوي و، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې له یادې جملې ۳۵ کورنیو ته ۱۷۰۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ او ۱۵ نورو کورنیو ته ۲۷۹۰۰ افغانۍ هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.