۵۴ زیانمنو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د زمري ۶-۱۴۰۳
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت ۵۴ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله یې کورونه زیانمن شوي و، له سروې وروسته د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۸۵۰۰ نه تر ۲۳۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
