۶ میلیونه او ۲۷۹ زره افغانۍ ۸۰۵ اړمنو کورنیو ته په میدان وردګ ولایت کې ووېشل شوې

میدان وردګ- د سلواغه ۳مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت د چک او جغتو ولسوالیو اړوند ۸۰۵ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۶ میلیونه او ۲۷۹ زره افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۷۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.