۷۴ زیانمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې

کونړ- د وري ۱۱مه-۱۴۰۳
د WFP موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز اسعدآباد او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۷۴ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه او ۲.۲ کیلو بسکېټ ترلاسه کړل.