۸۳۶ زره او ۲۸۰ افغانۍ ۹۲ کاریګرو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د لېندۍ ۱۴مه-۱۴۰۲
د ډنمارک د کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د دوبي کلي د کانالونو پروژې کار ترسره کولو وروسته ۹۲ کاریګرو ته ۸۳۶ زره او ۲۸۰ افغانۍ ووېشلې.
د نغدو پیسو وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته د یوه ورځ لپاره ۳۶۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې.