‎له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو او ماین‌پاکۍ مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۴۵
تصویر خبر

‎‎له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو او ماین‌پاکۍ مؤسسې له مسئول، الحاج انجنیر محمد شریف یعقوبي سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

‎محترم ترابي صاحب څرګنده کړه، چې په ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو پاکول د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي او په دې برخه کې جدي هڅې روانې دي. نوموړي همداراز زیاته کړه، هغه سیمې چې ټاکل شوې پکې سترې پراختیایي پروژې پلې شي، باید له مخکې د ماینونو له پلوه وڅېړل او پاکې شي، څو ملي پروژې په خوندي او معیاري ډول عملي شي.

‎ورته مهال، د یادې مؤسسې رئیس د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام ته د ادارې د مشرتابه د جدي پاملرنې ستاینه وکړه او د پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، ټاکل شوې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د صنعتي پارکونو په سیمو کې د لمریزې انرژۍ د تولید ستره پلي پروژه شي؛ له همدې امله دغه مؤسسه غواړي د پروژې له پیل مخکې اړوندې سیمې له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکې کړي.

‎د یادونې وړ ده، چې د دې لیدنې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ یوه تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه د پروژې د سیمې غیرتخنیکي سروې، د سروې شویو سیمو د ماین‌پاکۍ چارې د BAC یا د جګړه‌ییزو سیمو د پاکولو له لارې د ده‌سبز ولسوالۍ د صنعتي پارکونو په سیمه کې ترسره کړي؛ هغه سیمه چې ټاکل شوې ده پکې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۳۴ مېګاواټه لمریزې انرژۍ پروژه جوړه او پلي شي.

‎نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۴ هـ ق

‎له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .