1385 زیانمنو کورنیو په هرات ولایت کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې

هرات- د وږي 27مه-1402
د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند 1385 کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو او وچکالي له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته ځینو کورنیو ته 50 کیلو اوړه, 12 قطعي د لوبیا کنسر, 1 کارتن بسکېټ او یو شمېر نورو کورنیو ته 50 کیلو اوړه,1 روغتیایي کېټ او 1 لیټر غوړي هرې کورنۍ ته ووېشل.