17 میلیونه 25 زره او 540 افغانۍ 1470 زیانمنو او اړمنو کورنیو ته په لغمان ولایت کې ووېشل شوې

لغمان- د لېندۍ 18مه1402
د CWSA موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په الینګار, دولت شاه ولسوالیو او مرکز مهترلام کې 1470 زیانمنو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته 11582 افغانۍ ووېشل شوې.