500 زلزله ځپلو کورنیو سره په خوست ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې
خوست- د غویي 18مه-1402
د Action Aid او CRODID موسسو د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په دوه منده شمل او سپېره ولسوالیو کې 500 کورنیو ته چې کورونه یې د تېرې زلزلې له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو, له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته د کور جوړولو او ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دغه لړۍ کې هرې کورنۍ ته له 22750 نه تر 79350 افغانۍ ووېشل شوې.
