735 سېلاب ځپلو کورنیو په هرات ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
هرات- د غویي ۲۵مه-۱۴۰۲
د کورداید موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په داوبه، انجیل او پشتون زرغون ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د کورونو جوړولو او ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته له ۱۴۶۷۳ نه تر ۴۸۲۰۷ افغانۍ د کور جوړولو او ترمیم لپاره ووېشل شوې.
