د سیلابونو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره سو
زرنج، د ربيع الثاني ۲۲ مه / د لړم ۲۶ مه
د نيمروز ولايت د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مولوي محمد قاسم "محمد" وویل، د سیلابونو د مخنیوي په موخه د دلارام او خاشرود ولسوالیو د لسو کلیو اوسیدونکو ته د طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزې ریاست په همکارۍ د ORCD موسسې لخوا د عامه پوهاوي سیمینار تر سره سوه.
هغه زياته کړه، د ياد سوي سيمينار له جوړېدو څخه موخه دا وه، چې د سيلابونو د راوتلو په تړاو معلومات ترلاسه ترڅ د راتلو په ترڅ کې په رضاکارانه توګه همکاري وکړي.
هغه زياته کړه، چې د يادو کليو ٢٠ تنو اوسېدونکو ته د سيلابونو د مخنيوي لومړني وسايل هم ورکړل سول.
