په سرپل ولایت کې د ۵۵۷ کورونو د ترمیم او د ۶۲ شلټرونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشل شوې
سرپل- د لړم ۴مه-۱۴۰۱
د ORD موسسې د سرپل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره همغږي، په یاد ولایت کې د ۵۵۷ کورونو د ترمیم او د ۶۲ شلټرونو جوړولو لپاره له سروې وروسته د پلاوي په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرسته کې د هر کور د ترمیم لپاره ۳۰۰ او د هر شلټر جوړولو لپاره ۴۰۰ امریکایي ډالر ووېشل شول.
