۲۷ زیانمنو کورنیو په لغمان ولایت کې غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

لغمان- د مرغومي ۱۴مه-۱۴۰۲
د IOM موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت د الینګار، الیشنګ، قرغه، دولت شاه ولسوالیو او مرکز مهترلام اړوند ۲۷ کورنیو ته چې د بارانونو او اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته د پخلنځي کېټ، سترنجي، کمپلې، ژمني البسه او یو شمېر نور اړین توکي ووېشل شول.
