۲۰۰ اړمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

ننګرهار- د سلواغه ۵مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ پایه ګازي بخارۍ، ۲ د ګاز ډبې او ۲ نغرۍ ووېشل شوې.
