په پکتیا ولایت کې ۲۴۵ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ ترسره شوه

پکتیا- د کب ۲۰مه- ۱۴۰۲
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۴۵ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ ترسره کړه.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه او ۵۰ کیلو وریجې ترلاسه کړې.