په کندهار ولایت کې ۵۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي مرستو لړۍ ترسره شوه

کندهار- د کب ۲۵مه-۱۴۰۲
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت ارغنداب، ژړۍ، ډنډ، میوند او کښته شاه ولیکوټ ولسوالیو اړوند ۵۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ بورۍ غنم، ۱ بورۍ وریجې او ۱ ژمنۍ البسې کېټ ووېشل شول.