په هرات ولایت کې ۱۱۷۰ زلزله ځپلو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

هرات- د کب ۲۹مه-۱۴۰۲
د AHF موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند ۱۱۷۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو نخود او ۱ کیلو مالګه ووېشل شول.