په فراه ولایت کې ۳۸ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستو برخه منې شوې

فراه- د غویي ۲۹مه-۱۴۰۳
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۳۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۱۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.