۲۴۹ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې
ننګرهار- د غویي ۳۱مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۴۹ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.
