په کندهار ولایت کې ۷۴ سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې

کندهار- د غبرګولي ۷مه-۱۴۰۳
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM, WFP, Save the children, UNFPA, UNICEF او DRC موسسو سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت اړوند ۷۱ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
د دغو مرستو د وېش په لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۹۲۰۰ افغانۍ، هایجن کېټ، کمپلې، ترپال، د لاس ګاډۍ، روغتیایي کېټ، اوړه، ۱۸ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه، د تقویې بسکېټ، د ماشومانو لپاره شیدې، له یادې جملې ۶ کورنیو ته خیمې او یو شمېر نور توګي ووېشل شول.