۱۳ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د غبرګولي ۷مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۳ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.