د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د احتمالي پېښو زیانمنو لپاره د مرستو په موخه د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د لېږدولو لړۍ پیل سوه
 
              کابل- د صفرالمظفر ۳۰-۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابی  د لارښوونې پر بنسټ د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د احتمالي پېښو له امله زیانمنو ته د څو ټنه خوراکي او غیرخوراکي مرستو د لېږدلو لړۍ پیل سوه.
د یادونې وړ ده چې په دې مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او کمپلې شاملې دي چې د کونړ، ننګرهار ‘  نورستان  ‘ لغمان غزنی ‘  ارزګان او کندهار     ولایتونو لپاره خوراکي او غیرخوراکي مرستې لېږدول سوې دي  او تر سبا ورځ به د هلمند،   نیمروز، فراه، هرات ‘ غور ‘ بادغیس او دایکندي ولایتونو مرستې هم لیږل  کیږی .
 
      
            
          