د پکتیکا او خوست زلزلې ځپلو سره د چین ولسي جمهوریت د غیرخوراکي توکو مرسته وکړه

rahyab
Tue, Jun 28 2022 1:27 PM
Pic of NEws

کابل- د چنګاښ ۸مه-۱۴۰۱
په هېواد کې زلزلې ځپلو سره د مرستو په دوام، نن د چین هېواد د بشري مرستو ۶ الوتکې کابل ته را ورسېدې.
د دې مرستو د سپارلو په پروګرام کې غلام غوث ناصري د پېښو ته د رسېدو وزارت عمومي رییس او سرپرست په دې شرایطو کې د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت بشري مرستې مهمې وګڼلې او وویل: دغه مرستې به په شفافه توګه د پکتیکا ولایت برمل او ګیان او د خوست ولایت سپېرې ولسوالیو زلزلې ځپلو ته ووېشل شي. نوموړۍ همدارنګه د کورونو د بیا رغونې په برخه کې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د چین ولسي جمهوریت څخه د همکاري غوښتونکۍ شو.
په دوام کې وانګ یو، د چین ولسي جمهوریت فوق العاده او تام الاختیار سفیر، د زلزلې ځپلو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، چین او افغانستان دوه ملګري هیوادونه وګڼل او وویل: د چین هیواد په ۶ الوتکو کې ۹۸۰ خیمې، ۳۲۰ چپرکټونه او له ۶۰۰۰ زرو څخه زیاتې کمپلې د زیانمن شویو سره مرسته وکړه. نوموړي وویل چې دغه مرستې بسنه نکوي او په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان خلکو سره لا زیاتې بشري مرستې ترسره شي.
ښاغلي وانګ یو زیاته کړه: ۸۰۰۰ ټنه خوراکي توکي چې د چین ولسي جمهوریت ژمنه کړې وه، د افغانستان اسلامي امارت ته ورکړل شوي.
News pictureNews picture

 

 


 

News

 

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .