پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر کاپیسا ولایت ته ورسېد

rahyab
Sun, Oct 09 2022 11:45 AM
news photo

کاپیسا- د تلې ۱۷مه-۱۴۰۱
الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، پداسې حال کې چې الحاج مولوي شمس الدین حقیار د نړیوالو اړیکو رییس، شفیع الله رحیمی د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او سید محمود صدام د تدارکاتو آمر یې ملتیا کوله د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو سره د خواښوږۍ او هغوۍ ته د رسېدنې لپاره کاپیسا ولایت سفر وکړ او د قاری احسان الله بریال د کاپیسا ولایت والي، مولوي ضیاالحق د امنیه قومندان، مولوي محمد صابر د پېښو سره مبارزې رییس او قاری صفی الله حافظ د یاد ولایت د امنیت رییس سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې د کاپیسا ولایت والي د ښه راغلاست ترڅنګ په هیواد کې، په ځانګړي توګه په کاپیسا ولایت کې رامنځته شویو پر وروستیو سیلابونو باندې خبرې وکړې او د سیلاب ځپلو لپاره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له پر وخته فعالیتونو او رسیدنې څخه مننه وکړه.
وروسته الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د زیانمن شویو سره په همدردۍ سره ووېل: ۱۱ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي چې، اوړه، غوړي، بسکېټ، مګي آش، مربا، څپلکې، جامې، غنم، د حبوباتو کنسر او چپس په کې شامل دي د ۱۰۰۰ کورنیو لپاره دغه ولایت ته رالېږل شوي دي.
نوموړي د کاپیسا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست څخه وغوښتل ترڅو د زیانمن شویو سیمو څخه کره سروې ترتیب کړي او د نورو اجرااتو لپاره دي مرکز ته ولېږل شي.
تصویر خبرتصویر خبر

تصویر خبر

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .