پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د اوچا د پلټنې او ارزونې له مسوولې سره وکتل

rahyab
Wed, Dec 07 2022 3:25 PM
تصویر خبر

کابل- د لیندۍ ۱۶مه- ۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، نن سهار د اغلې هاتم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر د پلټنې او ارزونې مسوولې سره وکتل او د بشري سازمانونو د فعالیتونو او کړنو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د اوچا د پلټنې او ارزونې مسوولې ووېل چې موږ غواړو ترڅو د مرستندویه بشري سازمانونو فعالیتونه چې د وروستۍ زلزله ځپلو ته د رسېدنې او ځواب وینې لپاره یې ترسره کړي، و ارزوو چې هغه څومره اغېزمن و او د ښه والي لپاره یې کړنلارې وړاندې کړو.
ورپسې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال وویل چې د وروستۍ زلزله ځپلو لپاره د مرستو د تنظیم او رسیدنې کمېسیون لخوا منظمه همغږي رامنځته شوي او همدارنګه د هغوۍ لپاره د بېړنۍ ځواب وینې په برخه کې هم اړین ګامونه د حکومت او موسسو لخوا ترسره شوي، خو د سرپناه جوړولو په برخه کې چې اساسي موضوع ده، څرنګه چې لازمه وه د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې کار ندې ترسره شوې او باید په نږدې راتلونکې کې د هغوۍ اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

تصویر خبر

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .