پر زيانمنو او اړمنو خوراکي توکي وويشل شول

rahyab
Sat, Apr 15 2023 8:42 AM
news

پکتیا - ۱۴۴۴/۹/۲۲
پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رياست په ملاتړ نږدې پر سلو زيانمنو او اړمنو د خوراکي توکو بسته وويشل شوه.
د مرستې لړۍ د قران پاک په مبارکو ايتونو سره پيل شوه بيا پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رييس مولوي نثار احمد نجات زيانمنو او اړمنو ته په خبرو کې وويل د تېرو بارانونو له امله زموږ ځينې هيوادوال زيانمن شول او ورسره مو هغه ګونډې او بې سرپرسته يتيمان په ياده توزيع کې نېولي، چې هيڅوک سرپرست يې نه درلود، نجات زياته کړه د دې سربېره ګڼو موسساتو د بارانونو زيانمن سروې کړي او راتلوونکو ورځو کې به په ښه اندازه مرستې تر لاسه کړي نجات زياتوي، چې په اسلامي نظام کې دا هڅه کېږي، چې تر خپله وسه د ولس ستونزې حل کاندي او د خلکو ستونزو ته هغه که شپه وي يا ورځ رسمي وي يا رخصتي ځان رسوو.
نجات وويل نننۍ توزيع د يوې منظمې سروې په پايله کې کوو، چې نږدې د يو ميلون افغانيو په لګښت ده او هرې کورنۍ ته پينځوس کيلو غنم، پينځوس کيلو وريجې، پينځه کيلو تور چای، لس پاکټه آش، پينځه کوتيه مرابع او شپږ دانې صابون شامل دی.
مولوي نثار احمد زيانمنو او اړمنو ته ډاډ ورکړ، چې له دې وړاندې مو هم په زرګونو زيانمنو او اړمنو ته د خوراکي، نغدو پيسو او غير خوراکي توکو مرستې راجلب کړې او تر دوی مو رسولې دي ان شاءالله راتلوونکي کې هم ډاډمن يو، چې مرستې به ترلاسه او تر تاسو در رسوو.
د يادونې وړ ده ،چې پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رياست په ۱۴۰۱ کال اخيره نږدې تر يو لک کورنيو پورې په خپلو امکاناتو او د بېلابېلو موسساتو په مرسته په مرکز او ولسواليو کې د خوراکي، نغدو پيسو او غير خوراکي توکو مرستې تر سره کړې دي.

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .