په خوست ولایت کې د ۱۳۲ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
خوست- د غبرګولي ۲۴مه-۱۴۰۲
د اکشن اېډ موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په تڼۍ ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله ۱۳۲ زیانمنو کورنیو ته د کورونو جوړولو لپاره د درېیم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې ۲۷ کورنیو ته د دوو خونو جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۴۴۶۰۰ افغانۍ او ۱۰۵ نورو کورنیو ته د یوې خونې جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۱۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
