د اسپین بولدک په پوله کې له موسسو سره د همږي غونډه ترسره شوه

rahyab
Sun, Oct 08 2023 1:23 PM
news image

اسپین بولدک- د تلې ۱۶مه-۱۴۰۲
په اجباري توګه ایستل شویو راستنېدونکو حالت ته د رسېدنې لوړپوړی پلاوي اسپین بولدک ته د خپل سفر په ترڅ کې له همکارو موسسو سره د اسپین بولدک په پوله کې اجباري ایستل شویو کډوالو ته د رسېدنې لړۍ ګړندۍ کولو په اړه لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې لومړۍ د اسپین بولدک په پوله کې د کډوالو مسوول د اجباري ایستل شویو کډوالو شمېرو ته په اشارې سره ووېل، کډوال لنډمهاله کمپونو، خوراکي او غیرخوراکي توکو، روغتیایي خدمتونو او د اوبو رسولو سیسټم ته ډېره اړتیا لري.
ورپسې په اجباري توګه ایستل شویو د راستنېدونکو عمومي حالت ته د رسېدنې په موخه لوړ پوړي پلاوي د الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین په مشرۍ، د مولوي عبدالباري فضلي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین، مولوي سید احمد مستقیم د کلیو پراختیا وزارت معین، مولوي احمد شاه ذهین پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو آمر او د مولوي محمد صالح آخندزاده د افغای سرې میاشتې ټولنې استازي په شتون کې د اجباري ایستل شویو کډوالو عمومي حالت ته پر رسېدنې ټینګار وکړ.
یاد پلاوي د کډوالۍ پر پراخو اړخونو او د اسپین بولدک په پوله کې له پاکستان هېواد څخه اجباري ایستل شویو کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې او د کډوالو لپاره یې د خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستو پر همغږي کولو د ټینګار غوښتنه وکړه.
اجباري ایستل شویو د کډوالو حالت ته د رسېدنې پلاوي د کډوالو لپاره د افغانستان اسلامي امارت پر امکاناتو او کړنو خبرې وکړې او د مرستو رسولو د لړۍ ګړندۍ کولو او کډوالو ته د رسېدنې په موخه د شیفټ ټیمونو جوړولو غوښتنه وکړه.
وروسته د IOM, WFP او UNCHAR دفترونو استازو د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ټولو کډوالو لپاره یې د رسېدنې لړۍ ګړندۍ کولو په اړه ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو خواوو د مرستو یوځاۍ کولو لپاره د لا زیاتې همغږي او ټولو کډوالو ته په یو ډول د مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

تصویر خبر

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .