۱۷ زیانمنو کورنیو په لغمان ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

لغمان- د سلواغې ۱۶مه-۱۴۰۲
د WFP موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۱۷ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال او ۲ کیلو بسکیټ ووېشل شول.