۷۱۴ اړمنو کورنیو سره په بغلان ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې

بغلان- د سلواغې ۲۲مه-۱۴۰۲
د ECW موسسې د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ۷۱۴ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ اوړه، ۹ لیټره غوړي، ۷ کیلو دالنخود او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.
