۵ زیانمنو کورنیو په هلمند ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې

هلمند- د سلواغې ۲۴مه-۱۴۰۲
د هلمند ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په کجکي او بابجي ولسوالیو کې ۵ کورنیو ته چې د کور چت نړېدو له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان شوي وو، د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله لخوا مرسته شوې نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.