په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰۶ د شهیدانو ورثه، راستانه شویو کډوالو او بېوزله کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د کب ۷مه-۱۴۰۲
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۰۰۶ د شهیدانو ورثه، راستانه شویو کډوالو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د ننګرهار ولایت اړوند ادارو مسوولینو په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ بورۍ غنم، اوړه، وریجې، پلاستیکي سطرنجې او د اوبو سطلونه ووېشل شول.
