په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته د کورونو ترمیم لپاره ۶۰ زره امریکایي ډالرو نغدي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د کب ۱۵مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کامه ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو، له سروې وروسته د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳۰۰ امریکایي ډالر ووېشل شول.