په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه نږدې ۲۳ زره کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي

rahyab
Sun, Apr 14 2024 3:14 PM
تصویر خبر

کابل- د وري ۲۶مه-۱۴۰۳
محترم الحاج مولوي محمد عبدالله جان سایق، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس په رسنیز کنفرانس کې ووېل: له پېښو سره د مبارزې ولایتي ریاستونو د لومړنیو راپورونو پر بنسټ د سېلابونو رامنځته کېدو له امله ۳۳ کسان شهیدان او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي، همدارنګه تقریبآ ۶۰۶ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوي دي او له ۱۹۵۰ جریب څخه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. او د سېلابونو له امله په ټول هیواد کې تقریبآ ۸۵ کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي د دې ترڅنګ د دغو سیلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ څاروي تلف شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ هم زیانمنې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د سېلابونو رامنځته کېدو په لومړنیو ساعتونو کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکونکو سیمو ته ځان رسولې، او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ټولګټو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او سیمه ییزو مسوولینو سره په همکاري، زیانمنو ته د رسېدنې، د ژغورنې او پلټنې عملیات، لومړنیو خدمتونو او زیانمنو ته د بېړنیو مرستو د وېش چارې یې په ښه توګه مدیریت کړي دي.
همدارنګه هغه ووېل چې د وري میاشتې له پیل نه تر اوسه له ۲۲۸۵۱ څخه زیاتو زیانمنو او بېوزله کورنیو ته د ملي او نړۍ والو موسسو سره په همکاري بېړنۍ مرستې وېشل شوي دي او د مرستو لړۍ روانه ده.
ښاغلي سایق ووېل: چې وقایوي پروګرامونه زموږ په لومړیتوبونو کې شتون لري او د پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون غړو امارتي ادارو په همکاري او د اسلامي امارت مشرتابه په ملاتړ سره به دغه پروګرامونه عملي شي.

news image

Latest news

Wed, Jul 09 2025 8:47 PM
Background image

Signing of a Joint Cooperation MoU Between ANDMA and HHAO Institute Worth $170,680

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Deputy of the HHAO Institute, Honorable. . .

Wed, Jul 09 2025 3:23 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Meeting with the Ambassador of the Russian Federatio

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met and held discussions with His Excellency Dmitry. . .

Tue, Jul 08 2025 9:49 PM
Background image

A Memorandum of Understanding for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and ASIO Institute, Valued at $298,711

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of ASIO Institute, Honorable Abdul Hadi. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .