پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست کندهار ولایت ته سفر وکړ

rahyab
Tue, Apr 23 2024 10:43 AM
news image

کندهار- د غویي ۳مه-۱۴۰۳
محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو سره وکتل او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست، د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو ته د رسېدنې په موخه د محترم قاري محمد خوشحال زماني د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رییس او د یو پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته سفر وکړ، او په دې سفر کې یې له قاري عبدالسلام عمري، د دې ولایت پېښو سره د مبارزې رییس، د وروستیو سېلابونو له امله ټپیانو، د شهیدانو وارثینو او زیانمنو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې له زیانمنو سره د خواخوږي ترڅنګ د هغوۍ ستونزې او ننګونې واورېدې او د شهیدانو وارثینو او ټپیانو ته یې نغدي مرستې ووېشلې.
همدارنګه د سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۸ کسان شهیدان، ۱۶ کسان ټپیان، ۴۳۴ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي، د دې ترڅنګ ۴۸۴ څاروي تلف شوي او ۳۷۶۰ کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې سېلاب ځپلو ته د رسېدنې په موخه له سروې سره هم مهاله د مرستو رسولو لړۍ هم روانه ده.

news image

Latest news

Wed, Jul 09 2025 8:47 PM
Background image

Signing of a Joint Cooperation MoU Between ANDMA and HHAO Institute Worth $170,680

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Deputy of the HHAO Institute, Honorable. . .

Wed, Jul 09 2025 3:23 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Meeting with the Ambassador of the Russian Federatio

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met and held discussions with His Excellency Dmitry. . .

Tue, Jul 08 2025 9:49 PM
Background image

A Memorandum of Understanding for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and ASIO Institute, Valued at $298,711

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of ASIO Institute, Honorable Abdul Hadi. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .