په پکتیکا ولایت کې ۳۴ زیانمنو کورنیو سره خوراکي او نغدي مرستې ترسره شوې

پکتیکا- د وري ۸مه-۱۴۰۳
د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM, DRC او WFP موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت مټا خان، خوشامند او ارګون ولسوالیو اړوند ۳۴ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دالنخود، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲.۱ کیلو بسکېټ او ۱۸۴۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.