۱ میلیون ۹۳۳ زره او ۲۵۰ افغانۍ ۲۰۹ زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې ووېشل شوې

کونړ- د وري ۸مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۰۹ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۱ میلیون ۹۳۳ زره او ۲۵۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۲۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.