په ننګرهار ولایت کې ۷۹ زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې ترسره شوې

ننګرهار- د غویي ۹مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۷۹ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه ترلاسه کړه.