په پکتیا ولایت کې په 59 سېلاب ځپلو کورنیو باندې خوراکي مرستې ووېشل شوې

پکتیا- د غویي 19مه-1403
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري, په یاد ولایت کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په 59 زیانمنو کورنیو باندې له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ 200 کیلو اوړه, 20 لیټره غوړي, 25 کیلو دالنخود, 2 کیلو مالګه او 2 کیلو بسکېټ ترلاسه کړل.